د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د «ټرانس افغان رېل پټلۍ» پروژې پر نهایي کېدو خبرې کړې او دواړه لوري په دې تړاو سره وروستۍ هوکړې ته رسېدلي دي. یاده پروژه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د نښلېدو او د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره طرحه شوې ده.
د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې؛ دا هوکړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو ترمنځ په اسلام اباد کې د خبرو اترو په لومړي پړاو کې شوې ده. په دې خبرو کې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز امنیت او ځمکني نښلېدو اړوندو مسلو بحث او خبرې شوې دي.
راپور زیاتوي، دواړه لوریو ټینګار کړی چې د دوامداره پرمختګ لپاره باید دوه اړخیزو اړیکو او زېربناوو د پراختیا هڅې وشي. پاکستاني چارواکو د خبرو پر مهال ویلي، چې له افغانستانه د فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو لهخوا سیمه له جدي ګواښ سره مخ ده.
هغوی له طالبانو وغوښتل؛ څو د دغو ډلو پر ضد کلک او پرېکنده اقدام وکړي، ځکه دا ډلې نه یوازې د پاکستان ملي امنیت؛ بلکې د ټولې سیمې پرمختګ ته مستقیم ګواښ پېښوي.
دواړو لوریو د ټرانس افغان رېلپټلۍ پروژه د دوامدار پرمختګ او ګډې هوساینې یو مهم لامل وباله.
تمه کېږي، چې دغه پټلۍ به د سوداګرۍ یو لنډ او اقتصادي مسیر برابر کړي چې د سیمې د سوداګریزو راکړو ورکړو په پراخېدو کې به مهم رول ولوبوي.
همداراز، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو موضوع هم د ناستې یوه مهمه برخه وه. پاکستاني استازو د افغان پلاوي سره د افغان وګړو لپاره د سفر اسنادو د برابرولو پر هڅو معلومات شریک کړل.
د هغوی په وینا؛ له روان زېږدیز کال راهیسې تر اوسه د افغان وګړو لپاره له ۵۰۰ زرو ډېرې ویزې ورکړل شوې دي، چې پکې د ناروغانو، ګرځندوی، زدهکړو او سوداګرۍ هغه شاملې دي.
ټاکل شوې، چې د دغو خبرو اترو بل پړاو به هم ترسره شي؛ څو پر پاتو اندېښنو او وروستیو هوکړو ګډ کار وکړي.