د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت د بهرنیو قوتونو په مرسته د قبایلي سیمو کانې زیرمې غصبوي او دوی به د حکومت دې کار ته اجازه ور نه کړي. اڅکزی وايي، چې په حکومت کې د فساد او خپلوۍ پالنې کچه لوړه شوې او له خلکو د نیوکو او لاریونونو حق اخېستل شوی.
د سویلي پښتونخوا ملت پال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پر حکومت د نیوکو په ترڅ کې وول، چې په دغه هېواد کې فساد او د خلکو غلي کول وروستي حد ته رسېدلي.
نوموړي ویلي، چې حکومت غواړي د قبایلي سیمو کانې زیرمې غصب کړي.
اڅکزي پر خپل اېکس ولیکل، « خبره دا نه ده چې فاټا دې چېرته شامله شي، اصلي خبره داده چې ستاسي نیت څه دی؟ که تاسې خلکو ته په شات کې زهر ورکوئ، موږ به یې مخالف یو. تاسې اصلا غواړئ د بهرنیو قوتونو په مرسته معدني زېرمې خپلې کړئ، خو دا د ولس امانت دي.»
نوموړي ویلي، په هر هغه ځای کې چې طبیعي زېرمې وموندل شي، لومړنی حق د همغې سیمې د خلکو دی.
همدارنګه نوموړي ویلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت کې د پراخ فساد او خپلوۍ پالنې کچه لوړه شوې او له خلکو د نیوکو او لاریونونو حق اخېستل شوی دی.
محمود خان اڅکزی زیاتوي:« اوس مهال لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان په دې ګناه په زندانونو کې بندیان دي، چې هغوی لاریون کړی و.»
نوموړي که څه هم په مشخصه توګه د کوم هېواد یا پاکستاني چارواکي د نوم یادونه نه ده کړې، خو له هېوادونو څخه یې غوښتنه کړې، چې په فساد کې د لاس لرونکو کسانو له ملاتړه لاس واخلي.