پاکستاني پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۸ وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ وايي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي اته جنګیالي وژلي دي. نوموړي پوځ ادعا کړې، چې دې کسانو غوښتل د افغانستان له کونړ ولایت نه د خېبرپښتونخوا باجوړ سیمې ته دننه شي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې چهارشنبه (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، دغو وسله‌والو غوښتل چې د خېبرپښتونخوا د باجوړ مومند سیمې ته دننه شي؛ خو د دغه هېواد پوځ د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه ‌کېدو سره سم په چټکۍ سره اقدام کړی او ټول یې له‌منځه وړي دي.

ورته مهال پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې دې نښتو څو ساعته دوام کړی؛ خو پاکستاني پوځ بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي. د رسنیو د راپورونو له‌مخې؛ تر دې پېښې وروسته ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې څارنه ډېره شوې ده.

ویل کېږي، چې د ټي‌‌ټي‌پي او پاکستاني پوځ د نښتې په ترڅ کې د محمد خان په نوم یو ماشوم هم ټپي شوی دی.

تېره اوونۍ هم پاکستاني پوځ ادعا کړې وه، چې په شمالي وزیرستان کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ وسله‌وال وژلي او د هغوی ځینې ترهګریز پلانونه یې شنډ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو