طالبانو له قزاقستان څخه د رسميت پېژندنې غوښتنه کړې ده

۲ ورځې مخکې

په قزاقستان کې د طالبانو سفیر محمدالرحمان د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې قزاقستان دې هم د دوی د رسمیت پېژندنې په برخه کې د مسکو په څېر ګام پورته کړي.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پياوړتیا هم خبرې شوي.

په قزاقستان کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په قزاقستان کې د طالبانو سفير محمدالرحمان د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي يرکين توکوموف سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو اړیکو پراختیا خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې طالب سفير د قزاقستان له استازي څخه د دغه ډلې د رسميت پېژندولو هيله کړې.

سفير زياته کړې: «د روسيې له خوا د دوی د رسميت پېژندنې هر کلی کوو او له قزاقستان څخه د ورته اقدام هیله لرو.»

د طالبانو استازي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د کډوالو د وضعت او نورو برخو کې معلومات شریک کړي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي د دوه اړخيزو اړیکو د پراختیا، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د همکارۍ ډاډ ښودلی؛ خو د رسمیت پېژندنې په اړه یې څه نه دي ويلي.

د مسکو له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې وروسته دغه ډله د خپلو دیپلوماتانو له لارې هڅه کوي، چې د دوی د رسمیت پېژندنې پروسه زیاته شي.

خو د ملګرو ملتونو په ګډون ډېری هېوادونه د طالبانو رسميت پېژندنې ته علاقه نه لري او وایي، تر هغو چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو بشري حقونو نه وي تامین کړي رسمي تعامل به ورسره ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو