ټرمپ او نتنیاهو د ایران پر ضد د اقدام پر اړتیا موافق، خو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي اختلاف لري

۲۴ ساعتونه مخکې

رویټرز د باخبرو ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو که څه هم د ایران د ګواښ پر وړاندې د اقدام پر اړتیا موافق دي، خو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي سخت اختلاف لري.

سرچینې وایي، ټرمپ غواړي د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره له محدود ډیپلوماټیکې هوکړې ګټه پورته کړي، خو نتنیاهو پر دې باور دی چې باید پر ایران پوځي فشار زیات شي، ان تر هغه حده چې رژیم د سقوط تر څنډې ورسوي او له غنی‌سازۍ بشپړه شا ته شي.

د راپور له مخې، نتنیاهو د واشنګټن له خوا د اټومي مذاکراتو د بیا پیلېدو له پرېکړې ناخوښ دی او هر ډول اقتصادي یا سیاسي نرمښت له ایران سره، یو ستراتیژیک ګواښ ګڼي.

نوموړی دا حالت یو تاریخي فرصت بولي او ټینګار کوي، چې باید له فرصت نه په استفادې، ایران ته "سخت ګوزارونه" ورکړل شي، مخکې له دې چې دا هېواد یو ځل بیا خپل قوت راټول کړي.

نور خبرونه

رادیو