د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر سناتور جېم رېش وایي، چې د ایران له لوري ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي وګړو ته د ترهګرۍ ګواښونه «په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي» او واشنګټن به یې هېڅکله هم ونه زغمي.
سناتور رېش ټینګار کړی: «دوی فکر کوي چې د ګواښونو له لارې به موږ له عدالتغوښتنې لاس واخلو، خو دا به هېڅکله پېښ نشي، بلکې موږ به د هغوی د عملونو حساب ورڅخه وغواړو.»
هغه زیاته کړه: «موږ د هغوی د ترهګریزو هڅو او زموږ د وګړو پر وړاندې د هر ډول ګواښ پر وړاندې چوپ خوله نه پاتې کېږو. ایران باید د نورو بندیزونو لپاره چمتو واوسي.»
سناتور جېم رېش دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د امریکا استخباراتي چارواکو راپور ورکړ، چې د ایران حکومت د امریکا پر خاوره دننه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي ترور هڅې ارزوي.
واشنګټن مخکې هم ویلي، چې د جنرال قاسم سلیماني د وژنې له امله د ایران له لوري د غچ اخیستنې هڅې دوام لري، خو امریکا به د خپلو وګړو د خونديتوب لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي.