نتنیاهو: د غزې عملیات لا هم پای ته نه دي رسېدلي

۱۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو امریکا ته د سفر پر مهال ویلي، چې د دوی پوځي عملیات په غزه کې لا هم بشپړ شوي نه‌دي.
نتنیاهو زیاته کړې، چې د حماس پر ضد د جګړې پای ته رسېدل وخت ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍواله ټولنه پر اسراییل نیوکه کوي چې د ملکي تلفاتو زیاتېدو ته باید د پای ټکی کېږدي.
د نتنیاهو دا څرګندونې ښيي، چې د غزې کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمه‌ییزې سولې لپاره امیدونه کمزوري شوي دي.

نور خبرونه

رادیو