طالبانو په ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ یوه تجربهلرونکې ښځینه ډاکټره له قانوني دلیل او رسمي پلټنې پرته د ادارې د اصولو خلاف له دندې ګوښه کړې ده.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د طالبانو د روغتیا امر شاه محمد شمس دغه پرېکړه یوازې د شخصي سلیقې پر بنسټ کړې ده.
د سرچینې په خبره، له دندې اېستل شوې یاده ډاکټره د یوه رسمي مکتوب له مخې ګومارل شوې وه.
سرچینه دغه راز زیاتوي: «نه کوم شکایت و، نه هم کومه تېروتنه، یوازې شخصي دریځ او غېرمسلکي چلند و چې د یوې مسلکي ښځینه کارکوونکې د ګوښه کېدو سبب شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې له مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت وو او دا پرېکړه به ښځینه ناروغانو ته لا زیاتې ستونزې جوړې کړي.