د اېکس اجراییه رییسې لینډا یاکارینو له دندې استعفا وکړه

۹ ساعتونه مخکې

لینډا یاکارینو چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د اېلان ماسک د ټولنیزې شبکې "اېکس" اجراییه مشره وه، له خپلې دندې استعفا وکړه.

دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه، چې د شرکت چټ‌بات (Grok) د یهود ضد ځوابونو له امله له سختو نیوکو سره مخ شو.
د یاکارینو مشرتابه د اعلان ورکوونکو له ستونزو، د کرکې ډکو خپرونو او د کاروونکو د شمېر په کمېدو اغېزمن شوی و.

هغې وویل: «له شرکت او ماسک څخه منندویه یم، خو اوس د دې وخت دی چې "اېکس" نوي پړاو ته داخل شي.»

نور خبرونه

رادیو