د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ وکړ چې بلوڅ فعالان خوشې کړي

۴ ورځې مخکې

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې دې ټول نیول شوي د بلوڅو د حقونو فعالین له زندانونو ازاد کړي.

یاد سازمان په خپل یوه تازه غبرګون کې ویلي، چې د بلوڅو د حقونو فعالان ماهرنګ بلوچ او ګلزار دوست په ګډون دې ټول له زندانونو ازاد کړي.

د روان کال د جولای په ۶ مه، د بلوڅ بشري حقونو مدافع ګلزار دوست د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې له خپل استوګنځي څخه نیولی دی.

د پاکستان امنیتي ادارو پر ګلزار باندې د ترهګرۍ تورونه لګولي دي.

د پښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې باید د سوله ییزو بلوڅ فعالینو غیرقانوني نیول ودروي او سمدلاسه ټول فعالان د ګلزار او ماهرنګ بلوچ په ګډون خوشې کړي، چې له دریو میاشتو راهیسې په زندان کې دي.

په پاکستان کې مسوولو ادارو د دغو بلوڅ فعالانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د بلوڅ فعالانو د جبري ورکېدو په اړه "چټکې، بشپړې او اغېزناکې پلټنې" وکړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي باید سمدلاسه د بلوڅ زده کونکو ځایونه افشا کړي او هغوی خوشې کړي.

یاد سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د ورکېدو مسوول کسان وپېژني او عدالت ته یې وسپاري.

یاد سازمان یادونه کړې چې د بلوڅ وګړو جبري بې درکه کول د پاکستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو څخه سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې بلوڅ لاریون کوونکو د لیندۍ پر ۱۹مه د بلوڅ نسل وژنې، جبري ورکېدو او د دغه قومي اقلیت د هدفي وژنو پر ضد له ۲۷ ورځو پرلت وروسته یو لوی لاریون وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو له هغه راهیسې یو زیات شمیر بلوڅ فعالان نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو