یو امریکايي وګړی پر اوږو د خپلې مېرمنې لېږدولو سره د ۲۰۲۵ کال د مېرمن‌وړلو سیالیو اتل شو

۴ ورځې مخکې

د ۲۰۲۵ کال د مېرمن-وړلو نړۍواله سیالي چې په فنلنډ کې ترسره شوه، یوه امریکايي جوړه وتوانېده چې د نږدې ۲۰۰ ګډونوالو له ډلې اتلولي خپله کړي.
په دې سیالیو کې نارینه خپلې مېرمنې له یوه ټاکلي ځایه تر بل ټاکلي ځایه پر اوږو وړي او له بېلابېلو خنډونو تېرېږي.

د دې سیالیو په ویډيوګانو کې هم ښکاري، چې نارینه خپلې مېرمنې یا ملګرې پر اوږو یا شا وړي او له اوبو، خټو، خنډونو او ستونزمنو پړاوونو څخه تېرېږي.

دا سیالۍ نه یوازې د فزیکي ځواک او چټکتیا ازموینه ده، بلکې د همغږۍ، زغم او تفریح یوه ځانګړې ننداره ګڼل کېږي.
سږکال هم دا سیالۍ د زرګونو نندارچیانو تر سترګو لاندې ترسره شوې، چې پکې ګډونوال له بېلابېلو هېوادونو لکه جرمني، جاپان، اسټرالیا، کاناډا، او نورو اروپايي هېوادونو راغلي وو.
بریالۍ امریکايي جوړه د سخت تمرین او پیاوړې همکارۍ له امله وتوانېده، چې ټاکل شوی له خنډونو ډک مزل تر ټولو ژر ووهي او د ۲۰۲۵ کال اتلولي خپل کړي.

دوی له دې بریا وروسته وویل: «موږ یوازې د تفریح لپاره راغلي وو، خو دا چې اتلان شوو، دا راته ډېر د خوښۍ ځای دی.»
د مېرمن-وړلو سیالۍ هر کال په فنلنډ کې ترسره کېږي، چې هدف یې د خلکو ترمنځ مینه، خندا او یووالی نمانځل دي.

نور خبرونه

رادیو