امریکایي استازي: د افغانانو د لېږد پروګرامونو درول، د امریکا له کړو ژمنو سره «خیانت» دی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۷

تازه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې امریکا ته د افغانانو د لېږد ټولو پروګرامونو درول د امریکا له کړو ژمنو سره ښکاره «خیانت» دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دوو غړو ګرېګوري مېکس او مېرمن سېدني کاملاګر په یوه لیک کې د استازو جرګې له مشرتابه غوښتنه کړې، چې په دې تړاو دې یوه عمومي استماعیه غونډه راوبولي.

په لیک کې راغلي، چې د ټرمپ اداره د هغو ټولو پروګرامونو په بندولو او درولو سره چې افغان همکاران امریکا ته لېږدوي؛ له خپلو ژمنو په شا شوې ده.

په دغه رسمي لیک کې د ولسمشر ټرمپ ادارې پر هغې پرېکړې هم کلکه نیوکه شوې، چې د روانې جولای میاشتې تر ۱۲مې نېټې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام «ټي‌پي‌اېس» بندوي چې له کبله یې ګڼ افغانان له امریکا څخه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

په لیک کې وړاندې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د بهرنیو اړیکو کمېټې د همکارۍ غوښتنې بابېزه ګڼلې او په دې تړاو یې برسېرن ځوابونه ورکړي دي.

د لیک په پای کې سپارښتنه شوې، چې له ځنډ پرته دې د کډوالو اړوند د ټرمپ ادارې په پالیسیو کې د بدلونونو اغېز د ارزونې سربېره د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره نوې لارې چارې وموندل شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د پاکستان سربېره په یو شمېر نورو هېوادونو کې ګڼ افغانان امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له بیا رسېدو سره سم د یوه اجرایوي فرمان له مخې؛ امریکا ته د تلونکو کډوالو پروګرامونه د درېیو میاشتو لپاره وځنډول.

که څه هم له اجرایوي فرمانه څه باندې پنځه میاشتې تېرېږي؛ خو لاهم امریکا ته د تلونکو کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د لېږد چارې نه دي پیل شوې.

هغه افغانان چې د پاکستان سربېره په نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي، په وار، وار یې د خپل ناروښانه برخلیک په اړه توندې نیوکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو