افغانستان کې د سونډ غوښتنه ډېره شوې؛ کارپوهان وايي، د افغانستان اقلیم ورته برابر دی

۱۳ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د سونډ (ادرک) غوښتنه ډېره شوې او د دې اړتیا پوره کولو له پاره اوس له بهرنیو هېوادونو څخه سونډ راوړل کېږي.

کرنیز کارپوهان وايي، چې د افغانستان اقلیم د سونډ کښت ته ډېر برابر دی؛ خو حکومت له بڼوالو سره مرسته نه ده کړې، چې دې کښت ته مخه کړي.

د طالبانو د کرنې وزارت تر دې وړاندې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د دوی د بوټو ژغورلو ټیم د جولای پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د ۲۵ ټنه بې کیفیته او ناروغه سونډ واردولو مخه ونیوله.

له دې پېښې څخه ښکاري، چې په افغانستان کې د سونډ غوښتنه ډېره شوې ده؛ که څه هم اوس د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې لږه اندازه سونډ کرل کېږي؛ خو د بازار اړتیا نه شي پوره کولای.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وایي: «پخوا له سونډ څخه یوازې د عنعنوي طبابت په ځانګړو مواردو کې کار اخيستل کېده؛ خو د کورونا وبا له راتګ سره په طبابت کې د سونډ استعمال نور هم ډېر شوی دی. د دې ترڅنګ اوس ‌ډېر ښاري خلک له دې بوټي څخه په پخلي کې هم کار اخلي. سونډ ډېره ښه ګټه لري، ان دا چې د تاریاکو یو نسبتا ښه بدیل کېدای شي.»

پوښتنه دا ده، چې ولې د افغانستان بزګر سونډ نه کري؟ ایا د افغانستان اقلیم نه دی ورته برابر؟ ایا د دې بوټي روزنه او پالنه ډېر لګښت غواړي؟ ایا ځانګړو ماشین الاتو ته اړتیا لري؟

په دې اړه د کرنیزو چارو کارپوه شېر احمد حشمت وايي: «د افغانستان ډېر ولایتونه، په ځانګړي ډول تودې سیمې د سونډ د کښت له پاره ډېرې مناسبې دي. سونډ اسانه کرل کېدای شي، ځانګړو ماشین الاتو ته اړتیا نه لري. پټاټو (کچالو) ته ورته کښت دی، باید حکومت بزګر د سونډ کښت ته وهڅوي او مرسته ورسره وکړي، چې لږ تر لږه د کورني بازار غوښتنه پوره شي.»

دا چې ولې زموږ بزګرو تر دې مهاله د سونډ کښت ته پام نه دی کړی. د کندهار یو بزګر کمال شاه دا پړه پر حکومت وراچوي: «موږ سواد نه لرو او د کښت پر زړه او عنعنوي لاره روان یو. نه پوهېږو چې کوم شی ډېره ګټه کوي. باید حکومت موږ ته ووايي، چې دا وکرئ او دا مه کرئ. یا دا شی داسې وکرئ. که زموږ محصولاتو ته پاملرنه و نه شي، اخیر به د افغانستان د زراعتي محصولاتو ځای چینايي محصولات ونيسي.»

که څه هم افغانستان د کرنې په برخه کې ډېرې سرچینې او فرصتونه لري؛ خو د مېکانیزه زراعت د علمي ستراتيژۍ، پاليسیو، مسلکي پرسونل او نړۍ سره د ښو اړیکو د نشتوالي له امله دغه فرصتونه تر ډېره حده ضایع شوي دي.

نور خبرونه

رادیو