بلاول بوټو: د افغان جګړې میراث لا هم د سیمې ترهګري تغذیه کوي

۱۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي، چې د افغانستان جګړه د سوېلي اسیا د ترهګرۍ بنسټیزه ریښه ده او همدغه جګړه د اوسني ناورین لامل شوې، چې د سیمې پر حالاتو ژور اغېز لري.

نوموړي همداراز ویلي، چې د القاعده، داعش، او نورو سخت‌دریځو ډلو فعالیتونه او ان د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچونه، د هماغه افغان «جهاد» له مهال څخه سرچینه اخلي.

بلاول بوټو زیاته کړې: «د افغان جهاد له پای ته رسېدو وروسته، ډېری وسله‌والې ډلې القاعده، داعش یا نورو سخت دریځو شبکو ته ورماتې شوې. دغه ډلې بیا نه یوازې زموږ په هېواد، بلکې په ټوله سیمه کې د وینې تویېدو لامل شوې.»

هغه وویل:«د افغان جهاد پر مهال، نړۍوالو استخباراتي ادارو ځینې ډلې (ازادي غوښتونکې) بللې، خو همدا ډلې وروسته د ترهګرۍ سمبولونه شول.»

بلاول زیاته کړه: «په افغانستان کې جګړه زموږ له خوا نه، بلکې د ستراتیژیکو قوتونو له خوا پیل شوې وه، خو اغېزې یې پر پاکستان او ټولې سیمې وشو. موږ خپله هم د ترهګرۍ قربانیان یو. ۹۲ زره پاکستانیانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

نوموړی ټینګار کوي، چې پاکستان اوسمهال د القاعده، داعش، ټي ټي پي او نورو خطرناکو شبکو پروړاندې مبارزه کوي او له افغان خاورې څخه راوتلي عناصر تر نن ورځې پورې د سیمې لپاره ګواښ دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «مسعود اظهر اوس په پاکستان کې نه دی، هغه په افغانستان کې دی. که چېرې په پاکستان کې وای، موږ به خامخا نیولی و.»

هغه د افغانستان له خاورې څخه د سیمه‌ ییزه وسله‌والو د فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده، خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان هڅه کوي د سیمې د ثبات لپاره مثبت رول ولوبوي.

بلاول بوټو زرداري دا هم وویل، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان وضعیت ته جدي پام وکړي، ځکه له همدې خاورې څخه ډېرې سخت دریځې ډلې سرچینه اخلي.

هغه زیاته کړه: «د داعش، القاعده او نورو ډلو نوې بڼې لا هم د افغان جهاد له میراثه تغذیه کېږي. موږ باید دا پېژندنه ولرو چې ترهګري اوس یوه نړۍواله ستونزه ده، نه یوازې د یوه هېواد.»
د یادولو ده، چې بلاول بوټو زرداري په خپلو دغو څرګندونو کې هڅه وکړه، چې د سیمې ترهګرۍ ته تاریخي او سیمه‌ییز اړخ ورکړي او دا مسله یوازې د پاکستان پر اوږو نه، بلکې د یو نړۍوال بحران په توګه معرفي کړي، چې ریښې یې د افغانستان جګړې او نړۍوالو سیاستونو پورې تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو