د افغانستان انټرنشنل تر راپور وروسته د ننګرهار ډاکټران کمپیوټري نسخو ته اړ شول

۲ ورځې مخکې

وروسته له هغه چې افغانستان انټرنشل ـ پښتو د ننګرهار ولایت په روغتونونو کې د ډاکټرانو د نالوستل کېدونکو نسخو په اړه راپور خپور کړ، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اقدام وکړ او د نالوستتل کېدونکو نسخو د ارزونې په اړه یې کمېسیون جوړ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ناروغان وخت ناوخته د ډاکټرانو له خوا د ناسم یا شفري لیکل شویو نسخو له امله له جدي ستونزو سره مخ و.
د نالوستل کېدونکو نسخو ستونزې حل ته د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ځانګړي راپور خپرېدو وروسته د طالبانو‌ پام هم ور واوښت او اوسمهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د موضوع د ارزونې لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړ.
د طالبانو له خوا ډاکټرانو ته سپارښتنه شوې، چې نسخې دې روانې، لوستل کېدونکې او سمې ولیکل وشي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو راپور له خپرېدو وروسته په ننګرهار کې ډاکټرانو هم کمپيوټري او روڼو نسخو لیکلو ته مخه کړې ده.
د ننګرهار ډاکټرانو د خپل دغه نوښت په موخه د کمپیوټر په وسیله د لیکل شویو نسخو انځورونه هم پر ټولنیزو پاڼو خپاه کړي او د ډېرو کسانو له خوا یې ستاینه هم شوې ده.
د عبدالرقییب په نوم د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي:«خلک له کلونو راهیسې له دې ستونزې ځورېدل، چې د ډاکټرانو نسخې نه لوستل کېږي. دا ځل رسنۍ د خلکو ستونزه په اغېزناک ډول راپور کړه چې ډېر ژر پرې اقدام هم وشو. دا باید د حساب ‌ورکونې او د اصلاح یوه بېلګه شي.»
عامو خلکو د ډاکټرانو د یاد اقدام تود هرکلی کوي او تمه لري، چې د کمپیوټر په وسیله د لیکل کېدونکو نسخو بهیر تر نورو ولایتونو هم وغځېږي.

نور خبرونه

رادیو