روسیه: له طالبانو سره اړیکې د سیمې د امنیت او د تروریزم پر ضد مبارزې لپاره مهمې دي

۲ ورځې مخکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې له طالبانو سره اړیکې او همکاري د سیمې د امنیت د پیاوړتیا، د ترهګرۍ او د نشه یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړې دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړي او زیاته کړې یې ده: «د طالبانو رسمیت پېژندنه له دغه ډلې سره د پراخو اړیکو او همکارۍ زمینه برابره کړې ده».

زاخارووا وویل: «د روسیې دریځ ته د بیا کتنې خبرې ناسمې دي. موږ تل له افغانستان سره متقابلې او ګټورې همکارۍ ته ژمن او دا به دوام ولري. د روسیې د سترې محکمې پرېکړې د کابل له اوسني حکومت سره د بشپړ مشارکت لاره خلاصه کړه.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیوي موقعیت له امله کولای شي د انرژۍ او زېربناوو په لویو پروژو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د کابل ګډون د سیمې د امنیتي ننګونو په حل کې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې ارزښتناک دی.

هغې زیاته کړه: «موږ همداراز هڅه کوو چې له افغانستان سره خپلې فرهنګي او بشري اړیکې هم لا ژورې کړو.»

د یادولو وړ ده، چې تېره اوونۍ روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، د جولای پر لومړۍ نېټه د طالبانو نوی استازی ګل حسن مسکو ته ولاړ او د جولای پر درېیمه نېټه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودنکو ته خپل باورلیک وسپاره.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د لویې څارنوالۍ په غوښتنه طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه واېستل، چې دغه اقدام د رسمي اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړه.

نور خبرونه

رادیو