د افغانستان د ډېپلوماتیکو مرکزونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا وایي، چې پر ټولو ملتونو غږ کوي چې د طالبانو په غندلو کې سره متحد شي او په افغانستان کې د عدالت او بشري حقونو لپاره د مبارزې ملاتړ وکړي.
دغې شورا په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دغه ډلې د قاضي القضات مولوي عبدالحکیم حقاني د بشریت پر ضد جرمونو په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ ځورونې په تور د نیولو حکم هرکلی کوي.
شورا زیاتوي، د نیولو دا حکم د طالبانو د رژیم لهخوا د ترسره شویو سیستماتیکو جرمونو، د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د حساب ورکولو پر لور یو مهم ګام دی.
په اعلامیه کې راغلي، د جرمونو نړۍوالې محکمې دا پرېکړه یو روښانه پيغام لېږدوي، چې د طالبانو لپاره د دوی د اوسنیو ځپونکو او محرومونکو پالیسو او کړنو په رڼا کې نړۍوال مشروعیت ناشونی دی او دا موضوع د طالبانو د رژیم د نړۍوال پېژندلو د مخنیوي لپاره نړۍواله د افغانستان د ډېپلوماتیکو مرکزونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا زیاتوي، چې طالبان په سیسټماتیک ډول پر ښځو او لږکیو باندې ظلم کوي او له ډېری اساسي حقونو څخه یې محروم کړي دي.
شورا وایي، چې دا تضمین د نورو روانو هڅو سره یو ځای د بشري حقونو او ډېموکراسۍ د مدافعینو هوډ پیاوړی کوي او د افغانستان د قربانیانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د نړۍوالې ټولنې ملاتړ بیا تاییدوي، چې د طالبانو د بې رحمه واکمنۍ لاندې د څو اړخیزه بحران بار زغمي.