د نیو مکسیکو په ناڅاپي سېلابونو کې کورونه له بنسټه ویجاړ شوي دي

پرون

د نیو مکسیکو ایالت په ریو روی‌دوسو سیند ترڅنګ ناڅاپي سېلابونو ګڼ کورونه له بنسټه راچپه کړي او وړي یې دي.

د انساني تلفاتو په اړه تراوسه ځایي چارواکو څه نه دي ویلي.

عیني شاهدان وایي، چې سېلاب ډېر ناڅاپي و او د کورونو ترڅنګ یې سړکونه او نورې ودانۍ هم زیانمنې کړي دي.

چارواکو د بېړني حالت اعلان کړی او د خلکو د اېستلو چارې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو