د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ د دې کمېټې له څو غړو سره یو ځای د ترهګریزو فعالیتونو په تور د کراچۍ ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شوې. محکمې د دوی د بند موده د لسو نورو ورځو لپاره تمدید کړې. ماهرنګ شاوخوا درې میاشتې وړاندې نیول شوې وه.
تازه د بښنې نړیوال سازمان یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې.