د امریکا د خزانې وزارت وایي، چې په هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې یې پر هغو ۲۲ شرکتونو او بنسټونو بندیزونه لګولي، چې د ایران د نفتو د پلور له لارې د سپاه پاسداران لپاره مالي تمویل برابروي.
د امریکا د خزانې وزارت د چنګاښ په ۱۸مه اعلان وکړ، چې دغه بنسټونه د «سیوري بانکدارۍ» شبکې برخه دي، چې د پوښښي شرکتونو او فراساحلي حسابونو له لارې د ایران د نفتو سلګونه میلیونه ډالر عواید د قدس ځواک فعالیتونو ته لېږدوي، چې پکې د سیمې د وسلهوالو ډلو ملاتړ هم شامل دی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د ټرمپ د ادارې د حداکثري فشار تګلارې ته په اشارې وویل: «د ایران حکومت د خپلو خلکو پر ځای د نفتو عواید د خپلو بېثباته کوونکو اټومي او توغندويي پروګرامونو لپاره لګوي.»
هغه زیاته کړه: «موږ لا هم ژمن یو چې د ایران پټې مالي شبکې چې د امریکا او د زمونږ د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښوي، له منځه یوسو.»