په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې ایران افغان کډوال په زور شړي او له هغو افغانانو سره غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند کوي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
نوموړي ویلي، چې د ایران د امنیتي ځواکونو، د کار او کور د مالکینو او ځینو نورو کسانو له خوا افغان کډوالو سره له سپکاوي ډک چلند او د هغوی د ملکیتونو غصب د منلو وړ نه دی.
نصیر احمد فایق پر خپل اېکس لیکلي:« د سپکاوي، مزودرۍ نه ورکولو او زور زیاتي دوام د انساني او اسلامې ارزښتونو او ګاونډیو ملتونو ترمنځ د ورورولۍ روحیې سره په ټکر کې دي او جدي مخینوی دې یې وشي.»