روسیې د داعش ضد جګړه کې طالبان خپل «هدفي ملګري» وبلل

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۷

د روسیې له‌خوا له طالبانو سره د ملاتړ د ژمنو او د دغې ډلې د رسميت پېژندنې ترڅنګ، د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې په څرګند ډول بدلې شوې دي.

ډيپلومات مجلې لیکلي، چې روسیې د داعش خراسان څانګې پر ضد جګړې لپاره د طالبانو له وسله‌وال پلان ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف طالبان د روسیې طبیعي ملګري وبلل او ټینګار یې وکړ، چې باید له دوی سره هر ډول مرسته وشي.

دا ګام د مسکو د پالیسۍ یو مهم بدلون ښيي. دغه بدلون له هغه ځایه پيل شو، چې روسیې ځینې ترهګرې ډلې له تور نوملړه واېستلې او په دې ډول دې ته زمینه برابره شوه، چې طالبان هم له تور نوملړه واېستل شي.

روسیې دغه پرېکړه تر هغه وروسته وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د مسکو "کروکوس ښار تالار" پر یوه کنسرت برید وشو او تر ۱۵۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

دغه برید چې داعش خراسان څانګې یې مسوولیت منلی و، د روسیې له پاره تر ټولو خونړی ترهګریز برید بلل کېږي.

روسیه غواړي، له طالبانو سره د همکارۍ له لارې د داعش ضد مبارزه کې د سیمې امنیت وساتي. که څه هم طالبان دا مهال د ترهګرۍ ضد مبارزه کې محدود ظرفیت لري؛ خو دا یوازینی ځواک دی، چې له داعش خراسان څانګې سره جګړه کولای شي.

روسیې پخوا له شمالي ټلوالې سره د ملګرتیا له امله د طالبانو مخالفت کاوه او اوس له طالبانو سره ملګرتیا یې د روسیې په ګټه بللې ده؛ خو دا لا څرګنده نه ده، چې روسیه به د طالبانو څه ډول ملاتړ وکړي او څه ډول وسلې به ورکړي. ایا طالبان به وکولای شي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډله وځپي او له افغانستان څخه دباندې د هغوی د بریدونو مخه ونيسي؟

نور خبرونه

رادیو