د ایران له بې ثباتۍ وروسته د افغانستان له لارې ټرانزیټ ته پاملرنه ډېره شوې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۶

د ایران او اسراییل د جګړې او ایران د لارو د بې ثباتۍ له امله د افغانستان له لارې ټرانزیټ ته پاملرنه ډېره شوې. د ایکو په ناسته کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د بدیلو لارو او د چین-قرغیزستان-ازبکستان رېل پټلۍ پر پراختیا او له ټرانس افغان دهلیز سره د هغې پر نښلولو ټینګار درلود.

د ایکو سازمان په۱۷مه سرمشریزه غونډه کې، چې په اذربایجان کې جوړه شوې وه، د ترکیې، ایران، پاکستان، طالبانو، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او اذربایجان چارواکو ګډون کړی و.

د روسیې نیز اویسیمایا ګزیتا ورځپاڼه وايي، چې پر ایران د اسراییل بریدونو د منځنۍ اسیا په اقتصادي برخو کې خطرونه رامنځته کړي، ځکه ایران د سیمې یو مهم ترانزیتي هېواد دی. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د دې خطرونو په رڼا کې د بدیلو ترانزیتي لارو په ځانګړې توګه د چین-قرغیزستان-ازبکستان رېل پټلۍ پر پراختیا او له ټرانس افغان دهلیز سره د هغې پر نښلولو ټینګار درلود.

میرضیایف د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د ترانس-افغان دهلېز د چټک عملي کېدو په اړه خبرې وکړې. ازبکستان اعلان وکړ چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې د مزار، هرات او کندهار تر منځ رېل پټلۍ، نساجي، سیمنټ فابریکې، د مالګې پروسس او ډیجیټل حکومتولي پکې شامل دي.

کارپوهان وايي چې د ترانس-افغان دهلېز له لارې د مالونو لیږد به لس چنده چټک او ارزانه شي.

قزاقستان هم ژمنه کړې چې د تورغونډۍ-هرات رېل پټلۍ او د لوژستیک مرکز جوړولو کې به پانګونه وکړي.

طالب چارواکو ویلي چې قزاقستان له ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګې سره چمتو دی.

دغه پروژه لږ تر لږه ۷ میلیارد ډالره پانګونې ته اړتیا لري. روسیه هم کېدای شي ددې پروژې یو پانګوال اړخ شي او غواړي افغانستان د شمالي-جنوبي دهلېز یوه برخه وګرځوي.

د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک د دوو رېل پټلیو (لویدیځ او ختیځ) د جوړولو طرحه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې طالب لوری له روسي معیارونو سره همغږي شوی دی.

پر دې سربېره، اذربایجان د لاپیس لازولي دهلېز د پرمختګ په اړه خبرې کړې، چې ترکیه، جورجیا، ترکمنستان، اذربایجان او افغانستان سره نښلوي.

ترکمنستان دټاپي ګاز نللیکې، د بریښنا لینونه او د فایبر نوري کیبلونو د پراختیا پلانونه له طالبانو سره شریک کړي دي.

نیزاویسیمایا ګزیتا وايي، د ایکو د غونډې او حاشیوي ناستو څرنګتیا ښيي چې د ایران د بې‌ثباتۍ په منځ کې د افغانستان له لارې د بدیلو لارو پراختیا د سیمې د اقتصاد ژغورنې او نښلولو لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.

نور خبرونه

رادیو