د ایران تازه خبرداری؛ سیستان او بلوچستان کې د افغانانو اېستلو لپاره بشپړ تدابیر نیول شوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۶

د ایران د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجار اعلان کړی، چې د یوې ملي پرېکړې له مخې ټولې ځايي دولتي ادارې چمتو دي؛ څو له دغه ولایته د افغانانو د اېستل کېدو په تړاو اقدامات وکړي.

دولتي ادارو ته لارښوونه شوې، چې د بې‌اسناده افغانو خلاف اقدامات ژر پیل کړي.

بیجار ویلي، چې د ایران د لوړپوړو چارواکو په همغږۍ دا پرېکړه شوې او موخه یې د «ناقانونه کډوالو» مخنیوی دی.

هغه زیاته کړې: «د سیستان‌ـ بلوچستان ټولو ادارو ته لارښوونه شوې، چې د افغان وګړو د پېژندنې او اېستلو عملیاتو کې فعاله ونډه واخلي».

د نوموړي په وینا؛ په تېرو څو اونیو کې له افغانستان سره د ایران د میلَک او دوغارون بندرونو له لارې د شړل شویو افغانانو شمېر زیات شوی دی.

هغه دغه زیاتوالی له هغه وضعیت سره تړلی بولي، چې په سیمه کې د اسراییل د ګواښونو له امله رامنځته شوی.

د ایران حکومت وایي، چې یوازې هغه افغانان چې د قانوني اسنادو درلودونکي وي؛ کولای شي هلته پاتې شي.

خو له بله پلوه د کډوالۍ چارو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا ډول اجباري اېستنې کولای شي په افغانستان کې د بشري کړکېچ د لا پراخه کېدو لامل شي.

نور خبرونه

رادیو