د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن دوشنبه د ( چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې د واخان شل اوریز کرېکټ جام پایلوبه به نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۶مه) له غرمې وروسته د هندوکش سټرایکرز او پامیر لېجنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دغه لوبه به د کندوز ولایت کرېکټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د واخان شل اوریز کرېکټ جام لوبې د تېرې (جون میاشتې په ۲۸مه) پیل شوې وې.
په دغه جام کې څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم پکې برخه اخیستې وه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د هڅونې په موخه جوړې شوې وې.