«طالبان ټور» روسی شرکت راتلونکې میاشت کندهار ته روسي سیلانیان بیايي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۶

د طالبانو تر رسميت پېژندنې وروسته، روسي سیاحتي شرکتونه چمتووالی نیسي چې افغانستان ته سیاحتي سفرونه پیل کړي.

د نیوز روسیه د رپوټ له مخې، لومړۍ ډله روسي سیلانیان، چې له مسکو، تاتارستان او نورو سیمو څخه لس تنه نارینه پکې شامل دي، په اګست میاشت کې کندهار ته ځي.

دا سفر د "طالبان ټور" په نوم یو خصوصي شرکت تنظیموي، چې بنسټ یې روسي سوداګر اناتولي ارونوف ایښی دی. نوموړي دغه نوم د تجارتي نښې په توګه ثبت کړی دی.

ارونوف وايي، د سفر هدف د افغانستان کلتور پېژندل دي.

هغه نیوز روسیه ته ویلي، « خلک لېواله دي، غواړي دا هېواد له نږدې وپېژني. دا یو له هغو ځایونو دی چې ډېر خلک یې یوازې له سرلیکونو یا جګړو پیژني، خو اوس غواړي کلتور، تاریخ او ژوندی حقیقت وویني».

د دوو اونیو دغه سفر شاوخوا ۱۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري او هر ګډونوال تر دې دمه نږدې ۱۱۰۰ ډالر مخکې ورکړي دي.

نور شرکتونه هم ورته پلان لري

دوو نورو روسي سیاحتي شرکتونو هم تایید کړې چې افغانستان ته د سفر پروګرامونه جوړوي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د دغو سفرونو لګښت به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې وي، چې علت یې د امنیتي تضمینونو برابرول دي. تمه ده چې رسمي خرڅلاو یې د مني په موسم کې پیل شي.

د روان کال په اپریل کې، د روسیې سترې محکمې طالبان پر ترهګرو ډلو د بندیزونو له نوملړه و اېستل او څو اونۍ وروسته کرملین د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه رسمي وپېژندله.

دغه ګام د روسي پانګه‌والو او سوداګرو پر وړاندې د افغانستان دروازې پرانېستې دي.

په روسي رسنیو کې د افغانستان د سفر لومړني اعلانونه خپاره شوي، لکه "SHOT" ټیلیګرام چینل چې کابل ته د اته ورځني سفر بیه له۲۸۴۰ څخه تر ۳۲۴۰ ډالرو پورې ښيي. په دې کې د ویزې، الوتنې، روغتیایي بیمې او امنیت لګښتونه شامل نه دي.

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ښايي ۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

افغانستان له ۲۰۲۲ کال راهیسې روسیې ته د کندهار انار، ممیز، غالۍ، پنبې، وړۍ او ځینې محلي مشروبات صادر کړي دي.

خو امنیتي اندېښنې لا شته دي

سره له دې چې دا سفرونه د کلتوري- اقتصادي همکاریو یوه برخه ګڼل کیږي، امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د افغانستان ځینې سیمې لا هم ناامنه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کنسولي خدمت وېب‌پاڼه افغانستان د لوړ خطر زون په توګه ښيي او روسي وګړي له سفر نه منع کوي.

د سفر تنظیموونکي ژمنه کوي چې سیلانیان به د افغانستان کلتور، معمارۍ او دودونو سره اشنا کړي، خو تفصيلي پروګرامونه یې لا نه دي خپاره شوي.

یو شمېر کسان د ځانګړو تجربو په موخه، له قواعدو بهر سیاحت او ماجراجويي له امله افغانستان ته سفر کوي.

خطرناکو او غیرمعمولي ځایونو لکه سومالیا، عراق، سوریې او اوس افغانستان ته سفرونه د یوټیوب او ټیلیګرام په چینلونو کې ډېر شوي دي.

نور خبرونه

رادیو