په نړۍ کې ۴.۴ مېلیونه خلک د ملي هویت اسناد نه‌لري

۳ ورځې مخکې

ملګري ملتونه وایي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴.۴ مېلیونه خلک د ملي هویت سند نه لري او له دې امله له ډېرو بنسټیزو حقونو بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې له ۴۷زرو ډېرو هغو کسانو تابعیت ترلاسه کړ، چې هیڅ ډول ملي هویت یې نه و څرګند.

ملګرو ملتونو په خپله ویب پاڼه کې لیکلي، څېړنې ښيي که څه هم له پخوا څخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دغه ډول خلک اوسېږي؛ خو دا د تېرو کلونو پرتله ډېر لوړ شمېر دی.

د تابعیت نه درلودو او ناڅرګند ملي هویت لویه ستونزه دا ده، چې په نړۍ کې ۴.۴ مېلیونه خلک د ناڅرګند هویت او اسنادو نه درلودلو له امله د کار، زده‌کړې، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو حقونو څخه محروم دي.

نور خبرونه

رادیو