د طالبانو د پروان والي محمد ادریس انوري له یو شمېر ځايي خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، خبریالان باید خپل رسنیز فعالیتونه مسوولانه پر مخ یوسي او خپله اصلي موخه هم باید دین او اسلامي نظام ته خدمت کول وګرځوي.
ادریس انوري دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو غونډه کې کړې دي.
د طالبانو د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس په دغه ولایت کې په نږدې راتلونکې کې د دانش راډیو د بیاځلي فعالیتونو له پیلېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې خبریالان د خپرو شویو خبرونو پر وړاندې دنیوي او اخروي مسوولیتونه لري.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه خبریالان د ځانونو د خوندیتوب لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوي او لسګونو ټلویزیوني او راډيويي شبکو خپل رسنیز فعالیتونه یا درولي او یا هم اړ اېستل شوي چې خپل نشرات بند کړي.
د رسنیو د ملاتړ ادارو ویلي، چې په افغانستان کې شته فعالې رسنۍ هم تر سخت فشار لاندې دي ځکه خبرونه باید د طالبانو له فلتره تر تېرېدو وروسته خپاره شي او هېڅوک په هېڅ خپرونه کې د طالبانو پر اداره د نیوکې حق نه لري.