د روسیې لهخوا د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه د ځینو افغانانو له نظره د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو نوی فرصت بلل شوی، خو یو شمېر نور بیا شک لري چې دا پرېکړه به د دوی په ژوند کې کوم مثبت بدلون راولي.
دې نیوز په خپل راپور کې لیکلي، روسیه د پنجشنبې په ورځ لومړنی هېواد شو چې د طالبانو چارواکي یې په رسمي توګه وپېژندل. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې مسکو په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې، د ترهګرې ډلې نوم یې له یادې ډلې لرې کړ او په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو استازی (سفیر) هم ومانه.
افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه دی او لا هم له څلوېښت کلن کړکېچ وروسته د بیارغونې له نازکو پړاوونو تېرېږي.
دې نیوز په خپل راپور کې د کابل د یوه اوسېدونکي ۵۸ کلن ګل محمد له قوله لیکلي: «د افغانستان اوسنی وضعیت له ستونزو ډک دی، ټول خلک اندېښمن دي. که نړۍ افغانستان په رسمیت وپېژني، موږ به ډېر خوښ شو، ځکه اوس مهال هر کوچنی ګام اهمیت لري.»
سره له دې چې نوموړی د ۱۹۷۹ کال د شوروي یرغل ترخې خاطرې لري، هغه وخت چې "هر څه یې له لاسه ورکړي و" او پاکستان ته کډوال شوی و، خو وایي: «اوسمهال لومړیتوبونه بدل شوي دي.»
۶۷ کلن متقاعد پیلوټ جمال الدین سیار بیا وړاندوینه کوي، چې «سوداګري او اقتصادي پرمختګ به اوس غوړېږي.»
هغه له نورو لوېدیځو او ختیځو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني او «د اسلامي امارت پر ضد دې تبلیغات بند کړي.»
روسي او افغان چارواکو دا اقدام وستایه او ویې ویل، چې دا به د ژورو همکاریو په ځانګړي ډول په اقتصادي او امنیتي برخو کې لاره هواره کړي.
امنیتي اندېښنې د طالبانو د چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ مهم محور بلل کېږي، ځکه اندېښنه دا ده چې افغانستان به د سخت دریځو فعالیتونو لپاره یو ځل بیا خوندي ځای شي.
طالب چارواکو امنیت ته لومړیتوب ورکړی او بیا بیا یې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره د کومې ډلې له خوا ونهکارول شي.
خو له طالبانو سره د پاکستان اړیکې له هغه وروسته ترینګلې شوې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د وسلهوالو بریدونو لړۍ زیاته شوې.
تېر کال د داعش خراسان څانګې له خوا په مسکو کې یو کنسرت کې ترهګریز برید وشو، چې ۱۳۷ تنه پکې ووژل شول.
په داسې هېواد کې چې مخالفت او اعتراض تر کلکې څارنې لاندې دي، په کابل کې ځینې خلک له دې وېرې پر طالبان چارواکو نیوکې نه کوي.
عاطف (اصلي نوم یې نه دی) قانع نه و، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ ښې اړیکې به د عامو خلکو ژوند ښه کړي. دا ۲۵ کلن ځوان چې دمګړی له وزګارۍ سره لاس او ګرېوان دی، وايي: «زما په اند افغانستان به بیا د روسانو په جال کې بند شي، ستونزې او ننګونې به ډېرې شي او دا پېژندنه به عامو خلکو ته هېڅ ګټه ونهکړي.»
نوموړی زیاتوي: «خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او که حکومت په رسمیت وپېژندل شي یا نه، دوی به لا هم له هماغو ستونزو سره مخ وي.»
د افغان مېرمنو د حقونو فعالان، په ځانګړي ډول هغه څوک چې د طالبانو د حکومت د منزوي کولو ملاتړ کوي، دا پېژندنه شاتګ بولي او وايي چې دا ډول پرېکړې د ښځو پر ضد بندیزونه "قانوني کوي".
طالب چارواکو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې یې هم واک درلود، یو ځل بیا پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.
په ناروې کې مېشته د ښځو د حقونو افغان فعاله هُدا خموش د روسیې له دې پرېکړې سره کلک مخالفت څرګند کړ.
هغې وویل: «د بشري حقونو سازمانونه اوس هڅه کوي چې د جنسیتي اپارتاید پېژندنه وکړي، ځکه طالبان د ښځو پر ضد یو ظالم نظام دی.»
نوموړې وایي: «دا ډول رسمیت پېژندنې به هېڅ مثبت بدلون رانه ولي.»