پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۷مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په جرمني کې د افغان ماشومې لینا حیدر بریا ثابته کړه، که افغان نجونو ته زمینه برابره شي؛ کولای شي د نړۍ له ځوانانو سره په هر ډګر کې سیالي وکړي.
نوموړي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي دي، چې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
هغه وایي:« دا ښیي، چې د افغانستان نجونې او هلکان دواړه لوړ استعداد لري او که زمینه ورته برابره شي؛ کولای شي د نړۍ له ځوانانو سره په هر ډګر کې سیالي وکړي.»
حامد کرزي تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي، چې طالبان دې د لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړي؛ څو د افغانستان نوی نسل وکولای شي، د علم، پرمختګ او ځان بسیانې پر لور حرکت وکړي او هېواد له بهرني احتیاجه وژغورل شي.
لینا حیدر، یوه یوولس کلنه افغانه نجلۍ ده، چې په جرمني کې ژوند کوي.
هغې د دولس کلنې لېسې زدهکړې یې یوازې په شپږو کلونو کې بشپړې کړې او له ښوونځي فارغه شوه.
نوموړې تېره اوونۍ د بون له سېنټ اډیل هایډ ښوونځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ او د جرمني رسنیو هغه د «ځوانې نابغې» په توګه یاده کړې ده.
د یادونې ده، چې طالبانو په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د نورو بندیزونه سربېره هغوی له زدهکړو هم راګرځولې دي، چې له کبله یې په وار، وار پرې توندې نیوکې هم شوې دي.