خوست کې د یوه ستر ورزشي کمپلېکس رغول؛ طالبان وايي مدرسه هم په‌کې جوړوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۴

طالبان وايي چې د خوست په مرکز کې د یو ستر ورزشي کمپلېکس د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.د دغه ولایت ویاند په وینا، دې کمپلېکس کې یوه مدرسه هم جوړېږي.

مستغفر ګربز جمعه (چنګاښ ۱۳مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دغه کمپلېکس د نجيب تلاش خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا څلور مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، په ۱۰ جریبه دولتي ځمکه کې جوړ جوړېږي. د دې پروژې د بشپړېدو موده ۱۴ میاشتې ښودل شوې ده.

د ورزشي کمپلېکس په طرحه کې یو معیاري فوټبال لوبغالی، والیبال او ټینس میدانونه، د بدن روزنې کلب، یوه دیني مدرسه، اداري ودانۍ او د کارکوونکو لپاره اشپزخانه شامله ده. طالبان وايي چې دا به د اسیا په کچه یو معیاري او پرمختللی ورزشي مرکز وي.

د ځوانانو د چارو ځايي مسوولان وایي، د دې کمپلېکس جوړېدل به نه یوازې د خوست، بلکې د شاوخوا ولایتونو ورزشکارانو ته هم د تمرین او سیالیو زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د ورزشي بنسټونو د نشتوالي له امله ډېر ورزشکاران له مسلکي ودې پاتې شوي او دا ډول پروژې که عملي شي، کولای شي د لوبغاړو استعدادونه وغوړوي. طالبانو تر دې مخکې هم د دا ډول پروژو خبر ورکړی، خو لا تر اوسه یې عملي چارې نه تر سترګو کېږي.

نور خبرونه

رادیو