په اسلام اباد کې د مدني ټولنې او د افغان ښځو د حقونو فعالانو د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې له امله د روسیې سفارت ته نږدې اعتراض وکړ.
دوی «طالبان جنایت کوي او روسیه یې ملاتړ کوي» په شعار سره اعتراض ته دوام ورکړ؛ خو سفارت ته نږدې پولیسو د وړاندې تګ اجازه ور نه کړه.
دوی چې د افغانستان ملي بیرغ هم له ځانه سره لېږداوه وویل، روسیې یوه "ترهګره" ډله په رسمیت پېژندلې ده.
یو شمېر مدني فعالانو ویلي، د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه ترهګرۍ ته د مشروعیت ورکړې په معنا ده او په وینا یې افغانستان اوس د سخت دریځو پر امن ځالې بدل شوی دی.
دوی همداراز د روسیې له دولته غوښتي، چې پر خپلې دغې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د روسیې له اوسېدونکو یې غوښتي، چې په دې حساس وخت کې خپله چوپتیا ماته کړي او د دغې بې عدالتۍ پر وړاندې ودرېږۍ.
د ویلو ده، چې روسیې دا څو ورځې مخکې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله او دغه پرېکړه هم د طالبانو د مخالفینو، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو له پراخ محکومیت سره مخ شوه.
مسکو بیا ویلي، چې له ترهګرۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې له امله یې طالبان په رسمیت پېژندلي دي.