د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان د طالبانو نوی طرزالعمل غندلی دی

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان د طالبانو له‌خوا پر سیاسي خپرونو محدودیتونه غندلي دي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، دغه محدودیت پر رسنیو د فعالیت ساحه نوره راتنګول او د بیان له ازادۍ سره ښکاره ټکر دی.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې دا د بیان ضد طرزالعمل دې لغوه کړي او د بیان د ازادۍ درناوی دي وکړي.
افغانستان انټرنشنل ته تر دې مخکې د دې څلور مخيز طرزالعمل یوه کاپي رسېدلې وه او په هغه کې راغلي و، چې باید د هرې سیاسي خپرونې تر چمتو کولو مخکې د طالبانو له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه اجازه واخیستل شي او باید دغه ډول د خپرونو منځ‌پانګه هم د طالبانو له رسمي پالیسیو سره سمون ولري.
طالب واکمنو په دې طرزالعمل کې ګواښ کړی، که کومه رسنۍ د دوی د حکومت، ملي یووالي یا ارزښتونو پر ضد څه خپاره کړي؛ سزا به ورکړل شي او ان دا چې د فعالیت جواز به یې لغوه شي.
که څه هم طالبانو په وار، وار ويلي، چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي؛ خو په عمل کې بیا ورځ په ورځ د رسنیو فعالیت محدودوي او تر دې مهاله یې لسګونه خبریالان زنداني کړي دي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د بیان ازادي حرامه نه ګڼي؛ خو د دې ډلې ځينو مفتیانو د بیان ازادي له اسلام سره په ټکر کې بللې او پر واکمن نظام هر ډول نیوکه بغاوت بولي.

نور خبرونه

رادیو