د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبین له څو ورځو راپدېخوا د ښار په لارو، کوڅو او مارکیټونو کې ځوانان دروي او د هغوی موبایلونه پلټي، چې ډیرې ښاریان دا چاره د دوی په شخصي حریم تېري بولي.
سیمهییز اوسېدونکي وایي چې یاد محتسبین د ځوانانو له اجازې پرته د دوی شخصي معلومات، عکسونه، ټولنیزې شبکې او پیغامونه ګوري.
ګل اغا چې د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی او د امر بالمعروف له خوا یې څو ورځې وړاندې ګرځنده ځیرک ټلیفون پلټل شوی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « زه پوهېږم چې اسلامي اصول باید مراعات شي، خو دا ډول چلند د دین بدنامي ده. څو ورځې وړاندې یې زما خپل موبایل پلټلی و، احساس مې وکړ چې نور زه آزاد نه یم، شرمېدم چې ان مسیجونه مې هم ګوري.»
د یاد ولایت یو بل تن ځوان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته د طالبانو امر بالمعروف د محتسبینو د یاد عمل په اړه وایي: « مونږ تېره ورځ په عصمت څلورلارې کې وو، د بالمعروف والا (امر بالمعروف محتسبین) راغلل، زما د ملګري موبایل یې واخیست، انټرنټ یې خلاص کړ، ټولنیزې شبکې یې وکتلې، عکسونه یې وپلټل. دا کار ډېر سپکاوی و؛ موږ خو ترهګر نه یو».
بلخوا یو شمېر دیني عالمان د طالبانو دا چاره د خلکو په شخصي حریم تېری او د شرعیت خلاف بولي، دیني عالم عبدالواسع چیشتي په اسلام کې د یادې چارې د حراموالي او تاوان په اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «زه د اسلام خدمت غواړم، خو دا چاره که د خلکو باور له لاسه ورکړي، بیا نه دین پاتیږي نه اطاعت. د خلکو له محرمیت سره لوبې کول شرعي، اخلاقي او قانوني مشروعیت نه لري.»
حقوقي څېړونکي بیا وايي چې دا ډول سخت چلندونه نه یوازې د ولس شخصي ازادۍ تر پښو لاندې کوي، بلکې د طالبانو او ولس تر منځ د بې باورۍ فضا نوره هم پراخوي.
حقوقي څېړونکی سلام مفکر وايي: « کله چې حاکمان د ولس پر ژوند، فکر، جامو، موبایل او خبرو واک غواړي، هلته نور مشروعیت له منځه ځي.»
د لغمان ولایت سیمهییزو طالب چارواکو لا تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي، خو د طالبانو د تېر دریځ له مخې، دا ډول اقدامات د فحشا، غیر اسلامي محتوا او بهرني فرهنګ د نفوذ د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.