د ایکو د ۱۷مې سرمشریزې غونډه پیل شوه

۸ ساعتونه مخکې

د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) د ۱۷مې سرمشریزې غونډه نن جمعه (د چنګاښ ۱۳مه) په اذربایجان کې پیل شوه.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه سرمشریزه کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې ملا عبدالغني برادر په دغه سرمشریزه کې د ګډون او وینا په موخه د غونډې عمومي تالار ته رسېدلی او د اذربایجان هېواد د ولسمشر له لوري یې هرکلی هم شوی دی.

په دغې سرمشریزه کې د ګڼو هېوادونو مشرانو او استازو ګدون کړی دی.

نور خبرونه

رادیو