د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علياکبر پورجمشیدیان ویلي، د هغو بهرنیو وګړو حضور چې قانوني اسناد لري هېڅ ډول ستونزه نه لري؛ خو بېاسناده کډوال به د درناوي او عزت په فضا کې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
د اېراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ پورجمشیدیان څرګنده کړه: «هغه بهرني وګړي، چې قانوني اسناد لري د دوی حضور په هېواد کې کومه ستونزه نه پېښوي.»
نوموړي زیاته کړه: «بېاسناده وګړي هم زموږ ګران ورونه دي، زموږ ګاونډیان دي، زموږ همدینه او موږ ټولو ته درناوی لرو؛ خو د دې لپاره چې زموږ هېواد ځانګړي شرایط لري او زموږ ظرفيتونه محدود دي، دا اړینه ده چې دوی د درناوي او عزت سره د بهرنیانو چارو د مرکز له لوري په ترتیب سره بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي».
دغه ایراني چارواکي په ټینګار سره ویلي، هېواد یې دومره ظرفیتونه نه لري چې د ټولو بېاسناده کډوالو اړتیاوې پوره کړي.
د هغه په وینا؛ هېواد به یې د ښه ګاونډي او درناوي په فضا کې بېاسناده کډوال وباسي.
دغه چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې په ایران کې افغان کډوال له سختو ځورونو، شکنجو، زنداني کېدو او نیونو سره مخ دي.
په ایران کې افغان کډوال نیوکې کوي، چې ایراني پولیس او وګړي ورسره غیرانساني چلند کوي.
طالبانو خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اونیو کې له یاد هېواد څخه د کډوالو د اېستلو بهیر په بې سارې توګه چټک شوی او هره ورځ د ۲۰زره کسانو به شاوخوا کې کډوال په جبري توګه له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي.
د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ پر مهال د افغانانو پر ضد د اېستل کېدو بهیر چټک شوی او ان یاد هېواد ځینې افغانان «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور ونیول.