د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف څخه په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جوړېدو پروژه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سر مشریزه کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف سره د لېدنې پرمهال په افغانستان کې د اوسڼبې پتلۍ د جوړېدو په اړه خبرې کړي دي. ملا برادر د ازبکستان له ولسمشر څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژه کې پانګونه وکړي.
طالبانو ویلي، چې د سیمې یو شمېر هېوادونو د دغې پروژې په پلي کولو کې لېوالتیا ښودلې او تمه کیږي چې ملا برادر به د ایکو سازمان په څنډه کې د ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم د یادې پروژې په اړه خبرې وکړي.
د اوسپنې پټلۍ دغه پروژه په مزارشریف کې د ازبکستان له اوسپنې پټلۍ څخه پیلیږي تر هراته رسیږي او له هرات څخه کندهار ته او له کندهار څخه د پاکستان د اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښول کیږي.
د یادې پروژه په وسیله به روسیه او منځنۍ اسیا د سویلي اسیا له هېوادونو سره ونښلي او دا به د مسکو او نوې ډیلي ترمنځ د نورو لارو په پرتله ډېره لنډه وي.
طالبانو ویلي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان د روسیې، منځنۍ اسیا، اروپا او سویلي اسیا بازارونو ته لاره پیدا کړي او د ایران چابهار او بندر عباس ته به هم لاسرسی اسانه شي.
دغه پروژه چې ۱۴۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري د افغانستان له نهو ولایتونو څخه تیریږي او طالبانو ویلي، چې د ایکو په څېر سازمانونه او اقتصادي ناستي د یادې پروژې په عملي کېدو کې د هېوادونو د پاملرنې لپاره ښه فرصت بلل کیږي.