خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ دوام؛ تېرو شپږو میاشتو کې تر ۸۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۲

د روان ۲۰۲۵کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې په بېلابېلو وسله‌والو بریدونو کې ۸۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ایالت د پولیسو په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې په بنو کې ۱۸۱ تر ټول ډېر تلفات ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، سږ کال د پښتونخوا په بېلابېلو وسله‌والو پېښو کې ۶۳ پولیس وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي؛ خو په همدغو بریدونو کې بیا ۱۰۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹۲ نور ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو