طالبان چې له شلو کلونو جګړې او د عامو افغانانو د وینو تویېدو وروسته بیا واک ته رسېدلي، اوس د خپلو جنګیالیو له خوا له پوښتنو او نیوکو سره مخ دي.
دغه نیوکې تر هغه وروسته زیاتې شوې، چې د فلسطین او په ځانګړي ډول د ایران پر روانو جګړو کې د طالبانو مشرانو چوپتیا خپله کړه.
طالبانو چې د "جهاد" تر شعار لاندې کلونه کلونه جګړه وکړه، اوس حیران دي چې ولې د «کفر پر ضد جګړه» شعار ورکونکي د هغو جګړو پر وړاندې غلي دي، چې پکې سلګونه مسلمانان وګړي وژل کېږي او اسلامي ملتونه تر برید لاندې دي.
د طالب ډلې یو ټیټ رتبه غړی چې لا هم د کابل په یوه امنیتي حوزه کې دنده لري، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «موږ ته ویل کېدل چې د کفارو پر ضد جهاد کوو، موږ خپل اولادونه، وروڼه، خپلوان او ژوند پرېښود او له دوی سره مو په جګړه کې برخه واخیسته، ما په جګړه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه، خو اوس چې د مسلمانانو پر ضد جنګونه روان دي، امارت (طالب ډله)چوپ ناست دی. دا ولې؟»
نوموړی زیاتوي: «که زموږ جهاد ریښتینی و، نو ولې نن د مسلمانانو د وژنې پر وړاندې زمونږ مشران چوپه خوله دي؟ که هغه جګړه د کفر پر ضد وه، دا څه دي چې نن یې له وړاندې تېرېږو؟»
قاري الله نور(مستعار نوم) چې د هرات ولایت د شهدا او معلولینو په ریاست کې دنده لري او د طالبانو ډله کې یې ۱۵ کاله تېر کړي دي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «مونږ د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د جهاد، دین او قربانۍ شعارونه ورکول، خو اوس چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسراییلي پوځ بېرحم بریدونه او د ایران پر ښارونو د حملو خبرونه خپرېږي، زمونږ مشران یوازې "د دعاوو" او پڅو اعلامیو تر حد محدود پاتې شوي دي».
هغه وویل: «هره ورځ په سلګونه کونډې او یتیمان دغه ریاست ته د خپلو کارونو د خلاصون په موخه راځي، په لیدلو یې زه ډېر ځورېږم چې ولې موږ د نورو د واک لپاره خپل خلک په خپله ووژل»
د یادولو وړ ده، چې پر ایران د اسراییل له برید وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې یوازې دغه برید په ډېر محتاط ډول وغانده، نه د جدي غبرګون کومه نښه ولیدل شوه، نه د اسلامي همکارۍ هڅه او نه هم کومه نړۍواله ډیپلوماتیکه هڅه.
دغه محتاط عمل او چوپتیا نه یوازې د نړۍوالو څارونکو، بلکې د طالبانو د خپل صف دننه د شک، نارضایتۍ او نیوکو لړۍ راپارولې ده.
طالبانو چې ځانونه د «دین ساتونکي» بلل، اوس دا پوښتنه کوي چې ایا د دوی جګړه رښتیا هم د دین لپاره وه، که یوازې واک ته د رسېدو یوه سیاسي وسیله.
طالبانو ته دا ننګونه اوس یوازې د حکومتدارۍ نه، بلکې د خپل شعار او عمل ترمنځ د واټن تشریح ده. د جهاد تر نامه لاندې جګړه که د مشروعیت له نظره وڅېړل شي، نو د هغوی نننۍ خاموشي دا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.