د پاکستان پوځ وایي، د پاکستاني طالبانو ۲۴ غړو ته یې هغه مهال مرګژوبله اړولې، کله چې هغوی غوښتل له افغانستانه د شمالي وزیرستان زُۍ سیدګي سیمې ته واوړي.
د پوځ په وینا، په دې پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
پاکستانۍ خراسان ډایري ورځپانې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوه خبر کې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې پر دغه وسله والو یې له درېيو خواو هغه مهال برید وکړ، کله چې يې غوښتل پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم پرې کړي.
په خبر کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو غړو پلان درلود له افغانستان څخه د شمالي وزيرستان ځينو سیمو ته د بریدونو لپاره ولاړ شي.
پاکستاني پوځ ویلي، چې په دې برید کې يې ۷ وسله وال ټپیان کړي او ممکن یو شمېر وسله وال پاکستان ته داخل شوي؛ خو ټينګار يې کړی چې په سيمه کې به یې عملیات دوام ولري.
که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پاکستاني چارواکو ويلي چې په یاده سیمه کې اکثره وخت د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند جنګيالي فعالیت کوي.