د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډي» چې له اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې پراختیایي، بشري او ټولنیزې مرستې پلي کولې، خپل فعالیتونه په رسمي ډول بند کړي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن د دغه ادارې د رسمي تړلو له اعلان سره سم وویل، چې د امریکا د څو لسیزو بهرنۍ مرستې د دغه هېواد لپاره کومه ځانګړې پایله نه ده وړاندې کړې.
د راپورونو له مخې، د دغه ادارې د بندولو پرېکړه د امریکا حکومت له خوا وروستۍ شوې او دا پروسه په رسمي ډول بشپړه شوې ده.
یو اېس اې ای ډي خپلو کارکوونکو، همکارو ادارو او نړۍوالو شریکانو ته خبر ورکړی، چې نور به یې فعالیت دوام ونه لري.
یادې ادارې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې په سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي او د روغتیا، ښوونې، کرنې، د ښځو د حقونو، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدماتو په برخو کې یې پراخ پروګرامونه پلي کړي دي. ګڼ شمېر افغانانو د دغې ادارې له پروژو څخه ګټه اخیستې او زرګونه کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي وو.
د دغه ادارې ناڅاپي بندېدل د خلکو، مدني ټولنو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.
دوی وایي، چې دا پرېکړه به د بشري مرستو، پراختیایي پروژو او د بېوزلو کورنیو پر ژوند مستقیم منفي اغېز ولري.
د افغانستان د وضعیت له امله داسې اټکل کېږي، چې د یو اېس اې ډي وتل د نړۍوالو سیاسي بدلونونو، د امریکا د پالیسۍ د بیاکتنې او د سیمهییزو امنیتي شرایطو یوه پایله ده.
تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د «یو اېس اې ای ډي پاتې پروژې به نورو نړۍوالو موسسو ته وسپارل شي، که به بشپړ بند شي. خو د دې ادارې له وتلو سره د پراختیایي مرستو یوه ستره تشه رامنځته شوې، چې افغانان یې له لا زیات ناورین سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس خلکو ته پوښتنه رامنځته شوې چې «تر دې وروسته به څوک د ښوونې، روغتیا او بشري خدمتونو بار پر غاړه واخلي؟»