د روسیې ځانګړی استازی: لوېدیځ دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې متحده ایالات باید شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره افغان کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کړي او اروپا دې ۲،۵ میلیارد ډالره چې د بشرپالې مرستې په نوم د سویس بانکونو کې د کابل لپاره زېرمه شوې وې، بېرته ورکړي.

کابلوف دا څرګندونې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان پر موضوع د کاري ګروپونو تر غونډې وروسته وکړې.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، هغه ټینګار وکړ، « موږ پام راوګرځاوه چې د افغانستان ستونزې یوازې د غونډو او کنفرانسونو له لارې نه حلېږي. افغانان ژمنو او تشو تحلیلي خبرو ته اړتیا نه لري، بلکې عملي مرستو ته اړتیا لري».

کابلوف زیاته کړې چې روسیه "صادقانه او واقعبینانه" چلند کوي، او یادونه یې کړې، چې په کازان کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د سوداګرۍ فورم پر مهال د روسیې او افغانستان پلاویو د عملیاتي اقتصادي همکاریو په اړه بحث کړی و.

هغه وویل، « دوی پر هغو پروژو وغږېدل چې روسیه یې د خپلو اقتصادي او تخنیکي ظرفیتونو پر بنسټ ترسره کولی شي، څو افغان ولس ته په اوسني وضعیت کې د بقا زمینه برابره کړي».

روسیې په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې رغولې دي، خو د شنونکو په باور، د چین، روسیې، ایران او هند مرستې هغه ځای نه شي نیولای، چې لویدیز یې له افغانستان سره کوي.

په تېره غبرګولي میاشت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې کله چې امریکایان ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، له چین، روسیې، هند او ایران څخه ډېرې تمې کېدې، چې دوی سره راټول شي او هغه خلا ډکه کړي چې د لویدیځ له وتلو وروسته پیدا شوې، خو داسې ونه شول، ځکه په سیمه کې د افغانستان په اړه ګډ پلان نه و.

کرزي وویل، وروسته چې کومې مرستې په افغانستان کې خلکو ته رسېدې، د امریکا له وتلو وروسته هم له واشنګټن نه راتلې او دی ترې منندوی دی.

نور خبرونه

رادیو