خلیلزاد: د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو له امله تر فشار لاندې دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۰

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو د جبري اېستلو له امله تر فشار لاندې دي.

نوموړي له طالبانو سره د همغږۍ پرته د افغان کډوالو جبري او ناڅاپي اېستل غندلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستلو ته په اشارې ویلي: «په تېرو څو ورځو کې ایران په زرګونه افغان کډوال اېستلي، ځکه دا یې وخت نه دی، دا ناڅاپي اېستل او د افغان لورې سره نه همغږي زه غندم.»

د خلیلزاد په خبره، ایران یو شمېر افغان کډوال د اسراییل د استخباراتو سره په همکارۍ تورن کړي؛ خو نوموړي ویلي: «که رښتیا هم ځیني افغان کډوال موساد ته د مهمو ځایونو معلومات ورکوي نو باید یوازې هغه اشخاص مشخص شي، نه لسګونه زره کسان پړ وبلل شي.»

د خلیلزاد په وینا، افغانان او ایرانیان ګډ کتلور، ژبه، تاريخ او ورځې لري او یو ځای یې سره لمانځي.

هغه زياته کړې: «افغانان او ایرانیان د ګډ کلتور سره ګاونډیان دي. څو ميلیونه افغانان په تېرو پنځوسو کلونو کې په ایران کې ژوند او کار کړی دی. ایران ډېری یې سوریې ته لېږلي ترڅو هلته د ایران په جګړه کې برخه واخلي.»

خلیلزاد ویلي، چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو حق لري؛ خو ګاونډ هېواد بیا مکلفیت لري چې د ستنېدونکو کډوالو پروسه په منظم ډول پلان کړي، تر څو د بشري بحران مخه ونیسي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې ایران په وروستیو اوونیو کې زرګونه افغانان په جبري ډول له دغه هېواده شړلي دي.

نور خبرونه

رادیو