د مقاومت جبهه: ایران دې د افغان کډوالو پر اېستنې بیا کتنه وکړي

۱۱ ساعتونه مخکې

د ایران، اسراییل او امریکا تر منځ له جګړې وروسته ایران له دغه هېواده د افغان کډوالو ډله‌ییزې ایستنې ته مخه کړې او په همدې څو لنډو ورځو کې یې سلګونه زره افغانان له خپلو کورنیو سره ایستلي دي، چې دا بهیر لا هم دوام لري.

دغه وضعیت ته له کورنيو او نړۍوالو غبرګونونو سربېره د مقاومت جبهې هم په همدې تړاو غبرګون ښودلی او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو بیا کتنه وکړي.
دغې جبهې په یوې اعلامیې کې ویلي: «د ګاونډیتوب د اصولو ، د دوو ملتونو تر منځ د ګډو ژورو کلتوري او انساني مشترکاتو او منل شویو نړۍوالو قواعدو پر بنست دا ښه ده چې په افغانستان کې د وضعیت تر ښه والي، د افغان کډوالو پر وړاندې له سخت چلنده ډډه وشي.»
یادې جبهې د ایران له دولت او خلکو له څو کلونو راهیسې د افغان پناه غوښتونکو د کوربتوب له امله مننه کړې او د دغه ډول وضعیت پر دوام یې ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «افغانستان د یوه ظالم، نامشروع او نه ځواب ویوونکو ډلې تر واکمنۍ لاندې راغلی او د میلیونونه بې دفاع افغانانو پر یوه لوی زندان بدل شوی دی، د دغې ډلې د ښکاره ظلم له امله د کډوالۍ یوه نوې څپه او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته پیل شوې. دغه کډوالي هم د ځان، عزت او د بجیانو د راتلونکې د ژغورنې لپاره یوه هڅه ده.»
دغې جبهې زیاته کړې، کله نا کله چې د کډوالو په منځ کې بوږنوونکې پېښې رامنځته کېږي استثنايي دي او د ایران دولت د قوانینو له مخې، د څارنې او رسېدنې وړ دي او په وینا یې په ایران کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه د ملي مقاومت جبهه به په دې برخه کې په بشپړه توګه همکاري وکړي.
دغې جبهې همداراز هیله مندي ښودلې، چې ایران د ګډو دوښمنانو د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې باید هوښیار واوسي او همداراز په یاده اعلامیه کې په ایران کې له مېشتو افغانانو غوښتل شوي، چې د کوربه هېواد قوانین مراعات کړي.
د کډوالو د نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د ایران حکومت د روان کال د مارچ تر ۲۰مې په دغه هېواد کې مېشتو ټولو بې‌اسناده افغانانو ته د وتلو وخت ورکړی و، چې ورپسې د راستنیدو بهیر له اپرېل راهیسې چټک شو او یوازې په تېر جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د نړۍوالو بنسټونو په وینا، افغانستان د دومره ډېرو کډوالو د سمبالولو وړتیا نه لري او دمګړی دغه ستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او د اړوندو بنسټونو مرستو ته سترګې په لاره دي.

نور خبرونه

رادیو