د برېتانیا حکومت د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه په ناڅاپي ډول وتړل

۹ ساعتونه مخکې

انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، چې د برېتانیا حکومت د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د دوی د ځواکونو او هڅو ملاتړ کړی و، په دغه هېواد کې د بیا مېشتېدنې پروګرامونه په ناڅاپي ډول وتړل.

د دغه پرېکړې اعلان د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د نویو کډوالو د قوانینو د تشریحي مسودې له لارې شوی دی.

د راپور له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت د افغانانو د لېږد ځانګړی پروګرام چې د افغانانو د لېږد او مرستې تګلاره «ARAP» نومېږي، پرون د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته د نویو غوښتونکو پر مخ وتړل شو.

د نویو مقرراتو له مخې، یوازې هغه افغانان به د مرستې لپاره وړ وګڼل شي چې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۵ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې یې غوښتنلیکونه سپارلي دي.

همداراز، د هغو زیانمنو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د برېتانیا له هڅو سره همکاري کړې وه، د کورنیو چارو وزارت د بیا مېشتېدو بل پروګرام «ای ار سي اېس» هم تړل شوې او نور به له دې لارې هم برېتانیا ته د لېږد لپاره غوښتنې و نه منل شي.

مرستندویه موسسو او خیریه بنسټونو د برېتانیا حکومت دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې حکومت د افغانانو پر وړاندې د ژوند ژغورنې یوه بله مهمه لاره هم بنده کړه.

د «خوندي سفر» په نوم د نړۍوالې ادارې مشر ګونس کالکان وویل: «دا پرېکړه به ماشومان، کورنۍ او نور افغانان له ګواښ سره مخ کړي او د ژوندي پاتې کېدو هېڅ هیله به ورته پاتې نه شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ حیران یو چې حکومت نن د افغانانو لپاره د بیا مېشتېدو لارې پرته له کوم رسمي اعلان څخه بندې کړې. دا هغه کسان دي چې له طالبانو څخه په تېښته دي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.»

ډاکتره سارا ډي یونګ چې د یارک پوهنتون استاده او د یوه خیریه بنسټ، بنسټ اېښودونکې ده، وایي: «دا ناڅاپي پرېکړه موږ ته هم حیرانوونکې وه، ځکه حکومت مخکې له مخکې هېڅ خبر نه دی ورکړی. د بندېدو له نېټې نیم ساعت مخکې هم د دواړو پروګرامونو وېبپاڼو هېڅ ډول خبرداری نه درلود.»

هغې دا هم وویل، چې د «ای سي ار اېس » بندېدل هم د اندېښنې وړ دي، ځکه حکومت د دې پروګرام په لړ کې کړې وعدې پوره نه کړې.

ډاکټر سارا زیاته کړه: «په ۲۰۲۱کال کې حکومت ویلي و، چې تر ۲۰،۰۰۰تنو پورې افغانان به برېتانیا ته راوستل شي، خو اوس یوازې ۶۵ سلنه دغه موخه ترلاسه شوې ده.

د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلي له دې وړاندې ویلي و، چې دا دواړه پروګرامونه به سره یو ځای کړي او ورسته به وتړل شي، خو د بندېدو په تړاو یې روښانه معلومات ورکړي نه و.

د برېتانیا حکومت په وینا، د «۲۰۲۵ کال مې میاشت» پورې د «ای ار ای پي» پروګرام له لارې ۲۱۳۱۶ تنه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

د برېتانیا د وسله‌والو ځواکونو مشر لوک پولارډ وویل: «تر دې دمه ترلاسه شوې ټولې غوښتنې به لا هم پروسس شي، خو پر دغه پروګرام د تېروتنو له امله سختې نیوکې شوي، ځکه ډېر مستحق کسان رد شوي او له ګواښونو سره مخ پاتې شوي دي.»

د یادولو وړ ده، چې د مې په میاشت کې د دغه هېواد عالي محکمې وویل، چې د افغان ځانګړو ځواکونو د غړو د وړتیا معلومولو بهیر دومره ستونزمن و، چې د یوې جنايي پېښې د څېړلو سره یې ورته و.

که څه هم اوسنیو وړ کسانو ته به لا هم دا اجازه وي، چې خپلې کورنۍ له ګواښه وژغوري، خو د نویو غوښتونکو لپاره دا مهمې لارې بندې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو