سویډن اعلان وکړ چې له افغانستان سره پراختیایي مرستې پای ته رسوي

۷ ساعتونه مخکې

سوېډن اعلان وکړ چې له افغانستان سره د پراختیایي همکاریو ستراتیژي پړاو په پړاو پای ته رسوي. د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرني تجارت وزیر بنیامین دوسا وویل چې سویډن له کلونو راهیسې له افغانستان سره پراختیايي او بشري مرستې کړې دي، خو اوس د دوامدارو پراختیايي پروژو امکانات محدود دي.

د سوېډن حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په روان کال کې به د اوکراین لپاره پراختیایي مرستې پراخې کړي او نړیوالو بېړنیو بشري اړتیاوو ته به ښه ځواب ووايي.

د دې لپاره، د سویډن حکومت د جغرافیايي او موضوعاتي مرستو لومړیتوبونه بیا تنظیموي، چې له مخې به یې د ۲۰۲۵ بودیجې لپاره نږدې ۱،۷ میلیارده سوېډني کرونه بېرته فعال شي.

د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر بنیامین دوسا وویل چې حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د پراختیايي همکاریو ستراتیژي او له اسیا او ارام سمندر سیمې سره د سیمه‌ییزې مرستې ستراتیژي پړاو په پړاو پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، « موږ په یو له کړکېچ ډک نړیوال وضعیت کې ژوند کوو. بشري کړاوونه په ګڼو سیمو، په ځانګړي ډول اوکراین، سوډان، غزه او یمن کې ډېر زیات دي. د امریکا د پراختیايي مرستو ځنډ هم وضعیت لا سخت کړی. له همدې امله، سوېډن د ۲۰۲۵ کال د پراختیايي مرستو په بودجه کې پراخ بدلون راولي».

د نوې پالیسۍ له مخې، له افغانستان سره د سوېډن پراختیايي مرستې بندېږي، خو دوسا ټینګار وکړ، چې بشري مرستو ته اړتیا جدي ده.

هغه وویل، « سوېډن له افغانستان سره له اوږدې مودې راهیسې هم پراختیايي او هم بشري مرستې کړي. خو دا مهال هلته د دوامدارو پراختیايي همکاریو امکانات محدود دي. سره له دې، موږ د بشري ملاتړ اړتیا خورا مهمه بولو او دا مرستې به دوام ولري. د افغان ښځو او نجونو وضعیت زموږ لپاره لا هم یوه اساسي موضوع ده».

د اسیا او ارام سمندر لپاره د سیمه‌ییزې ستراتیژۍ له بندېدو سره، د سویډن حکومت وايي چې اوس غواړي له مرستو څخه سوداګریز تعامل ته واوړي.

نور خبرونه

رادیو