د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون د اسيا پاسيفيك حوزې مشر الكساندر ماتيو وایي، اوس مهال په افغانستان کې له شاوخوا ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو لړۍ روانه ده. نوموړي ژمنه وکړه چې د صحي مرستو دغه لړۍ به نوره هم پراخه شي.
ماتیو دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ لسمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په ناسته کې کړې.
په ناسته کې متقي له سره صليب نه له اړمنو افغانانو سره د موثرو همکاریو غوښتنه کړې ده. متقي دغه راز د سرې میاشتې نړیوالې ټولنې په شمول په ټولو نړیوالو خیریه موسسو او بنسټونو غږ کړی، چې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي وویل: « دا چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنول او راتلل زیات شوي نو اړتیا ده چې له هغوی سره د سرپنا، پاکو اوبو، صحي خدماتو برابرولو په برخه او اقتصادي بوختیا کې اغیزمن ګامونه واخیستل شي.»
همدا راز متقي غوښتنه کړې، چي د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره په هېواد کې دننه مجهز او معیاري کلینیکونه جوړ شي.
د یاد وزارت خبرپاڼه د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د رییس له قوله وايي، چې د سوري زړه ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
ماتیو په داسې حال کې له ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو د لړۍ د دوام په هکله څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې روغتیایي وضعیت خراب ښودل شوی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له هر ۱۰۰۰ ماشومانو څخه تر ۵۷ زیات د پنځه کلنۍ عمر ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.