لوړپوړي امریکايي چارواکي ټام هومن افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول غېرقانوني کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان چې ناقانونه د امریکا خاورې ته داخل شوي، د قانون له مخې به وڅارل شي.
د ګمرکاتو او کډوالۍ د کنټرول رییس او په سرحدي چارو کې د امریکا د ولسمشر استازی ټام هومن زیاته کړې: «د هر هغه چا شتون چې په غېرقانوني توګه امریکا ته راغلی وي، د منلو وړ نه دی. موږ د دې کسانو په لټه کې یو، ځکه چې زموږ لپاره د خپلو خلکو او هېواد امنیت لومړیتوب لري.»
هومن ادعا وکړه، چې د ولسمشر بایډن د حکومت پر مهال ۴۰۰ تنه له هغو کسانو څخه چې د ترهګرۍ په تور شکمن وو، امریکا ته داخل شوي چې ځیني یې لا هم نه دي پېژندل شوي. نوموړي دا وضعیت «وېرونکی» بللی.
هغه وویل: «د سرحدونو پرانیستی سیاست باید ختم شي او هېڅوک باید ونه شي کولای چې په غېرقانوني ډول زموږ هېواد ته راننوځي.»
له دې سره، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان او ایران په شمول د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګولی و، خو هغه افغانان چې د ځانګړې کډوالۍ ویزو لپاره شرایط پوره کوي، له دې بندیز څخه معاف شوي دي.
بلخوا، د افغانستان څخه د امریکا پخوانیو همکارانو د اېستلو بهیر چې د بایډن ادارې پیل کړی و، د ټرمپ له بیا راګرځېدو سره درېدلی.
دغه موضوع زرګونه افغانان په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړې دي.
سره له دې چې امریکايي پخواني سرتېري او د کانګرس یو شمېر غړي پر دې پرېکړې نیوکه کوي، خو د ټرمپ ادارې لا تر اوسه د تخلیې دا پروګرام بېرته نه دی فعال کړی.
اخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لا هم خپلو ژمنو ته وفادار دي او هغو افغانانو چې له امریکا سره کار کړی، خوندي ځای ته به ولېږدوي.