ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغانانو د نیولو او شړلو یو پراخ کمپاین پیل کړی، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان هرات او د افغانستان نورو ولایتونو ته شړلي دي. رپوټونه وايي، چې په تهران کې هره ورځ ۸۰۰ تر زرو پورې کسان نیول کیږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۶،۱ میلیونه بهرني وګړي ژوند کوي، چې له دې شمېر څخه تر څلور میلیونو زیات کسان قانوني اسناد نه لري.
چارواکي وایي چې یوازې د ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه پورې، دوه میلیونه کسان ناقانونه میشت وو او په همدغه کال کې دوه میلیونه او ۳۴ زره نور هم له قانوني اسنادو پرته ایران ته داخل شوي دي.
د شړلو بهیر چټک شوی
یوازې د تیرو پنځو ورځو په موده کې، له ۷۲ زرو زیات ناقانونه افغان اتباع د اسلام کلا له لارې افغانستان ته شړل شوي دي. یو شمېر سرچینې د شړل شویو افغانانو شمېر تر دې لوړ ښيي.
د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې، له ۳۰زرو زیاتې افغان کورنۍ له ایران څخه وتلې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رپوټ ورکړی چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۵۵۹ زرو زیات افغانان له ایران نه ایستل شوي دي ، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
یوازې په تهران ولایت کې، هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغان کډوال نیول کېږي او د اخراج لپاره لنډمهالو توقیف ځایونو ته استول کېږي.
ایراني امنیتي چارواکو ویلي چې ځینې ناقانونه افغان وګړي د جاسوسۍ، بهرنیو استخباراتي شبکو سره د اړیکو او تخریبي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
ایراني رسنیو تر اوسه په دې تور یوازې د پنځو تنو د نیولو خبر ور کړی، خو دا لا روښانه نه ده، چې دې پنځو کسانو د ډرون په پرزو، یا د ایران د ځینو ودانیو د تصویرونو په اخېستلو څه کول، یا دا مخکیني انځورونه دي او که تازه د جګړې پرمهال اخېستل شوي.
د قوانینو او ادارو همغږي کول
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وویل چې که څه هم ډېری کډوال "صادق او قانوني" دي، خو یو شمېر نور "د امنیت لپاره جدي خطر" جوړوي.
د ایران د حکومت نوې هڅه دا ده چې د کډوالۍ ملي سازمان له لارې د مهاجرت ټول مسایل، د ویزو ورکول، د استوګنې مدیریت او د پولو څارنه یوې ادارې ته وسپاري. اسکندر مومني د هغو کارورکوونکو او کمپنیو پر ضد هم د قانوني چلند غوښتنه کړې چې ناقانونه کارکوونکي ګوماري.
د ایران د لوی څارنوال په وینا، ایران "یو ښه کوربه" دی، خو ناقانونه اتباع باید ژر تر ژره له هېواده ووځي.
محمد موحدي ازاد د شنبې په ورځ وویل، « قانوني اتباع هم باید هغه کسان معرفي کړي چې له اسراییل سره یې همکاري کړې ده او هغه کسان چې په خپله خوښه ځانونه معرفي کړي، له تخفیفونو به برخمن شي».
ایران پلان لري چې له افغانستان سره ختیزه پوله د دیوال په جوړولو بنده کړي. دا دیوال به د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي یوه فزیکي وسیله وي. همداراز، په پوله کې امنیتي پوستې، تالاشۍ، او د توقیف مرکزونه زیات شوي دي.
ایران له اسراییل سره تر جګړې وړاندې هم له دې اړخه د نفوذ اندېښنه درلوده.
د ایران حکومت وایي چې له طالبانو سره به دوه اړخیزه همکاري نوره هم پراخه شي، څو د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنیدو بهیر اسانه شي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له ایران نه د افغانانو د تدریجي او پلان شوي اخراج غوښتنه کړې، ځکه په ځان کې ددومره شمېر کډوالو د مدیریت توان او وړتیا نه ویني.
د تهران او مشهد ښارونو د املاکو اتحادیې ویلي چې بې اسنادو بهرني اتباع نشي کولای کورونه واخلي یا کرایه کړي.
له مقرراتو سرغړوونکو مشاورینو سره د قاطع چلند سپارښتنه شوې او په لومړي ځل د دفتر بندیدو، او بیا د جواز د لغو کېدو ګواښ ورته شوی.
د ډرون څرخکو لپاره نوی قانون
په یو بل امنیتي اقدام کې، د ایران پارلمان د غیرنظامي بې پیلوټه څرخکود کنټرول لپاره قانون تصویب کړی. د قانون له مخې، د ډرون له ورکیدو، غلا یا پېښې وروسته باید د ۲۴ ساعتونو دننه راپور ورکړل شي. ټول کاروونکي مکلف ګڼل شوي، چې بیمه قراردادونه ولري او بهرني اتباع نه شي کولای ډرون واخلي یا وکاروي.
د سرغړوونکو لپاره تر ۱۰کاله بند محکومیت په نظر کې نیول شوی.
ایران د ناقانونه اتباعو د کنټرول لپاره له امنیتي، اقتصادي، او ټولنیزو اړخونو هممهاله څوګوني اقدامات کوي. د پولو د بندیدو، قانوني اصلاحاتو، د کار ورکوونکو قانوني مسوولیت او له طالبانو سره همکاري، خو د دې ټولو بیړنیو اقداماتو تر شا یوه ویره څرګندیږي، چې هغه په کډوالو کې د اسراییل احتمالي نفوذ دی.
خو د شنونکو په باور، اسراییل په ایران کې د نفوذ لپاره افغان کډوالو ته نه، بلکې د ایران هغو بومي سرچینو ته اړتیا لري، چې ددغه هېواد په پوځ او استخباراتو کې نفوذ لري.