طالبانو افغانستان ته پر یو شمېر وارداتي توکو تعرفې لوړې کړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۸

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې پر ګول سیخ، طبي پنبې، پمپرز او کوټکس، فشاري رنګ چرمي او پلاسټیکي څپلکو یې د کورني صنعت د ودي په موخه تعرفې لوړې کړې دي. په دغو توکو کې ګول سیخ، پلاستیکي او چرمي څپلۍ او بوټان او یو شمېر نور توکي شامل دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د تعرفې کمېټې له لوري پرېکړه شوې ده، چې د ګول سیخ تعرفه له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې ته، د طبي پنبې تعرفه له ۳،۵ څخه ۳۰ سلنې ته، د پمپرز او کوټکس تعرفه له ۱۰ څخه ۲۰ سلنې ته، د چرمي څپلکو او څپلیو تعرفه له ۱۰ څخه ۲۰ سلنې ته او د پلاسټیکيي څپلکو او بوټانو تعرفه له ۲۰ څخه ۳۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د تعرفې کمیټې په یاده ناسته کې د ځنځیر، او ښیښه يي او چینې لوښو په تعرفوي کوډونو کې یې هم اصلاحات رامنځته کړي دي.

یاد وزارت ویلي، چې په پر نوموړو توکو یې د کورني تولید لپاره د مناسب بازار موندلو په موخه تعرفې لوړې کړې، خو خلک وايي، زیاتې شوي تعرفې به د مصرف کوونکو پېر لګښت لوړ کړي.

طالبانو ویلي، چې د تعرفې کمېټې مخکینۍ ناستې د معینانو په کچه ترسره کېدې، خو د ملا هبت الله د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ به د یادې کمېټې ناسته له دې وروسته د وزیرانو او مستقلو ادارو د ریییسانو په کچه ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو